ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن په دوحه کې د افغانستان په اړه نړۍواله غونډه جوړیږي

نن په دوحه کې د افغانستان په اړه نړۍواله غونډه جوړیږي

author avatar
1 May 2023 - 09:28
نن په دوحه کې د افغانستان په اړه نړۍواله غونډه جوړیږي
author avatar
1 May 2023 - 09:28

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): نن په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشرۍ غونډه جوړیږي چې د ۲۵ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازي به په کې برخه ولري.

شاوخوا دیارلس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د امریکا متحده ایالتونو په پرنسټن پوهنتون کې په یوه سیمینار کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکو ورځو کې د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه په دوحه کې د کنفرانس پر جوړولو غور کوي.

له دې څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان‌الحق وویل، دا غونډه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره نه ده او په افغانستان کې د ستونزو حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

د روانې غویي میاشتې په اتمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مرستیال مارکس پوټزل د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي چې په دې غونډه کې د ۲۲ هېوادونو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازي په کې ګډون کوي.

حنفي هم ویلی وو، هیله لري د دوحې غونډې ګډونوال د اسلامي امارت مثبتو او مهمو کړنو ته په پام اغېزناکې او مثبتې پرېکړې وکړي.

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د افغانستان سرپرست حکومت ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې چې د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې ویلي وو چې د دغه کنفرانس په څنډه کې باید د افغان سرپرست حکومت له چارواکو سره هم ځانګړې ناستې وشي.

Views: 180

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.