Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روان کال د مزارشریف – هرات – کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې کار پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): د ریاست‌‎الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په روان لمریز کال کې به د ۱۴۶۸ کیلومتره په اوږدوالي د مزارشریف - هرات - کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې لومړني کارونه پیل شي.

اقتصادي معاونیت نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اقتصادي کمېسیون تېر کال د سلواغې په ۲۹مه موظفې کمېټې ته دنده وسپارله څو د اوسپنې پټلۍ ادارې داسې ستره او ملي پروژه په ګوته کړي چې ودانیزې چارې یې له کورنیو عوایدو بشپړېدای شي.

سرچینه زیاتوي، کمېسیون له یادې کمېټې سره په ګډه د پروژې مسیر، اقتصادي او جغرافیایي ارزښت او د عملي کېدو لارو چارو ته په کتو د مزارشریف – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژه په ګوته کړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په دوو برخو کې پلې کېږي، چې لومړۍ یې د ۶۵۷ کیلومتره په اوږدالي له مزارشریفه تر هرات او دویمه یې د ۸۱۱ کیلومتره په اوږدوالي له هراته پیل تر فراه، نیمروز، هلمند او د کندهار تر سپین بولدک پورې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکي چې د دې پروژې د لومړي فاز په اړه د ترسره شوو تخنیکي، اقتصادي مطالعاتو، ترانزیټ ارزښت، د اټکل شوو انتقالاتو حجم او عوایدو ته په کتو به د لومړۍ برخې عملي چارې د روان لمریز کال په اوږدو کې پیل شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، لومړۍ به د ۴۷ کیلومترو په اوږدوالي د خواف – هرات پروژې د څلورمې برخې د دویم فاز او دویم به د ۷۰ کیلومتره په اوږدوالي د اندخوی – شبرغان پروژې ودانیزې چارې، درېیم به له هراته تر مزار پورې د ۶۵۷ کیلومتره په اوږدوالي د ډیټېل ډیزاین چارې ترسره شي.

د پروژه ګټې او موخې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکي چې افغانستان د ایران له چابهار، بندر عباس او همدارنګه د پاکستان له کراچۍ او ګوادر بندرنو سره نښلول، د افغانستان له لارې له ایران، ترکیې او اروپایي هېوادونو سره د شرقي اسیا نښلېدل، د افغانستان له لارې له سوېلي اسیا او بحري بندرونو سره د منځنۍ اسیا او روسیې نښلېدل، منطقوي اتصال رامنځته کېدل او د افغانستان له لارې د سیمې ترانزیټ او انتقالاتو زیاتېدل او د افغانستان له لارې د مسکو او ډیلي ترمنځ تر ټولو لنډ او اقتصادي مسیر رامنځته کېدل، د یادې پروژې ګټې او موخې دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، دغه پروژه ۱۴۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې د هېواد له ۹ ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او ۸۰۰ کلیو څخه تېرېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نه دي ویلي چې پر دې پروژه څومره لګښت راځي او کله بشپړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.