Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

[restrict paid="true"]

کابل، اټلانټا (پژواک، ۱۱ غویي۱۴۰۲): د سرپرست حکومت له ګډون پرته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه د قطر پلازمینې دوحه کې د بندو دروازو تر شا پیل شوې ده.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د غویي په ۱۱مه، تر ماښام ورسته د دوحې په هغه هوټل (شریټن) کې پیل شوې ، چېرته چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ ، امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیریش ددې غونډې مشري کوي، او پکې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویانده پاولینا کیوباک د غویي په ۱۱مه، ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې سرمنشي قطرته تللی او دیادې غونډې مشري کوي.

هغې زیاته کړه چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به ځانګړي استازي پر بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقوقو، ټولشموله حکومت، روانې ترهګرۍ او د نشه یي توکو پر قاچاق خبرې کوي.

د نوموړې په وینا، د ناستې ګډونوال به پر دې بحث کوي چې پر دغو موضوعاتو څه ډول د افغانستان سرپرست حکومت سره ښکېل پاتې شي.

مېرمن پاولینا وویل چې په دې کنفرانس کې د چین، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات ، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپایي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان استازي ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې سبا دغونډې په پای کې د یوه خبري کنفرانس له لارې ددې کنفرانس جزییات په ډاګه شي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان ددولت وزیره مېرمن حنا رباني کهر د خپل هېواد په استازیتوب چې ورسره په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني هم ملتیا کوي، ګډون کړې.

د غونډې تر پیل مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ، په دې ناسته کې به له نړۍوالو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې رباني کهر به دغې غونډې ته د افغانستان په اړه د پاکستان لیدلوری وړاندې کړي او دا چې دغه هېواد د یوه سوله‌ییز، باثباته، خپلواک او سوکاله افغانستان لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، رباني کهر به په یاده غونډه کې د ګډون ترڅنګ د نورو ګډونوالو هېوادونو له مشرانو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري.

د افغانستان اسلامي امارت استازو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تر دې غونډې مخکې یې تېره ورځ د افغانستان لپاره د چین او بریتانیا له استازو سره لیدلي دي.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړۍوالو سازمانونو غواړي چې په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړي.

شاوخوا دیارلس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه په دوحه کې د کنفرانس پر جوړولو غور کوي. له دې څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان‌الحق وویل، دا غونډه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره نه ده او په افغانستان کې د ستونزو حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.