ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۷ ټپيان دي

هلمند کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۷ ټپيان دي

author avatar
2 May 2023 - 18:57
هلمند کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۷ ټپيان دي
author avatar
2 May 2023 - 18:57

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سراچې موټر د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستيال مولوي محمد قاسم ریاض نن (سه شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېره ورځ غرمه مهال د کجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.

ده زیاته کړه، تېره ورځ یو سراچه موټر چې د یوې کورنۍ ۹ تنه په کې سپاره وو، کجکي ولسوالۍ کې پرې موټر چپه شوی چې یو تن لوی نارینه او بل ماشوم په کې مړه شوي او ۷ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، تپیان شوي دي .

د هغه په وینا، ټپیان د کجکي ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د مسوولینو له خوا انتقال شوي او هلته تر درملنې لاندې دي .

په ددې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې ترافیکي پېښي زیاتې شوي چې خلک یې لوی لامل د موټر چلوونکو بې اختیاطۍ ښيي .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.