ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې ناستې ته د امریکا غبرګون؛ د ټولو ننګونو هواری د افغانانو ترمنځ په سیاسي مذاکراتو کې دی

د دوحې ناستې ته د امریکا غبرګون؛ د ټولو ننګونو هواری د افغانانو ترمنځ په سیاسي مذاکراتو کې دی

author avatar
3 May 2023 - 23:09
د دوحې ناستې ته د امریکا غبرګون؛ د ټولو ننګونو هواری د افغانانو ترمنځ په سیاسي مذاکراتو کې دی
author avatar
3 May 2023 - 23:09

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، د دوحې ناسته کې ډېر تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ښځو او نجونو پر حقونو، بشري بحران ته پر رسېدنه او د نشه‌یي توکو پر مخنیوي راڅرخېده.

د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې نړۍوال کنفرانس د غویي په ۱۰مه او ۱۲مه نېټو ترسره شو چې پکې د ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه، خو دغه کنفرانس له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېد.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ چې په دې ناسته کې یې ګډون هم کړی و، له یادې ناستې دوه ورځې وروسته د دغه کنفرانس په جوړېدو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټوني ګوټریش او د قطر له کوربه‌توبه مننه کړې ده.

هغه د غویي په ۱۳مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، په دې ناسته کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو ځانګړو استازو ته دا چانس په لاس ورغلی و، څو د افغانستان د ستونزو په تړاو پر لارو چارو خبرې او بحثونه وکړي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، لکه څرنګه چې ملګرو ملتونو په ډاګه کړه چې دغه کنفرانس د کابل د پر رسمیت پېژندلو لپاره نه، بلکې په دې ناسته کې ډېر تمرکز پر ګډو ګټو باندې و.

ټام ویسټ زیاته کړې چې په دې ناسته کې ډېر تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ښځو او نجونو پر حقونو، بشري بحران ته پر رسېدنه او د نشه‌یي توکو پر مخنیوي و.

د هغه په وینا، د بېلابېلو هېوادونو استازو لومړیتوبونه بیان کړل، خو پر دې د ټولو اجماع وه چې د افغانانو ترمنځ باید سیاسي مذاکرات پیل شي او دا ټولو ننګونو ته د هواري یوازېنۍ لاره ده.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د یوناما مشرتابه له دوی سره په ګډه په افغانستان کې بشري مرستو کې ډېره همکاري او له سرپرست حکومت سره نږدې ښکېل دي.

د ویسټ په وینا، ده دغه راز د افغانستان د بېلابېلو سیمو له ښځو ګټورې سلا مشورې هم ترلاسه کړې دي.

د دوحې ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.

خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

[/restrict]

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.