کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند وایي، په هېڅ هېواد کې د مطبوعاتو ارزښت له چا پټ نه دی او د پياوړتيا لپاره يې بايد هڅې وشي.
نن د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده او دغه ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې تړاو له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په هیڅ هېواد کې د مطبوعاتو ارزښت له چا پټ نه دی او د مطبوعاتو بېپرې فعالیت د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي چې د ولس غږ تر حکومت او د حکومت کړنې تر ولسه رسوي.
هغه وویل: «موږ ته هم د مطبوعاتو ازادي ډېره مهمه ده او موږ کوشش کوو چې مطبوعات ازاد وي، صرف د ژورنالیزم معیارونه دې مراعات کړي او په افغانستان کې چې څه مهم دي هغه ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه دي، باید مطبوعات دا په پام کې ولري، موږ یې تر شا ولاړ یو او حمایت یې کوو او ارزونه یې دا ده چې زموږ مطبوعات ډېر ښه روان دي او د لا یې د تقویې لپاره هڅې کېږي.»
هغه وویل، پخوا به د افغانستان مطبوعاتو د نورو بهرنیو کړیو تر سیوري لاندې کار کاوه، خو اوس مطبوعاتو لپاره د افغانستان ګټې مهمې دي.
مجاهد زیاته کړه، رسنۍ کولی شي چې د اسلامي امارت د چارواکو نیمګړتیاوې، کمکارۍ او ستونزې د سالمې نیوکې په ډول راپورته کړي ترڅو اصلاحات رامنځته شي.
د مجاهد په وينا، اسلامي امارت هڅه کوي چې له مطبوعاتو سره ښه همغږي ولري، ستونزې ورته حل کړي او په اقتصادي برخو کې همکاري ورسره وکړي.
مجاهد همداراز وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو په چارو کې د ځینو ادارو د مداخلې ستونزې د حل لپاره هم هڅې کوي، دغه ستونزې د پخوا په پرتله تر ډېره حل شوې، هڅه کېږي چې په دې تړاو همغږي نور هم ډېره شي او په اړه یې سیمینارونه جوړ شي.
نن د رسنیو ځینو ملاتړو بنسټونو هم له نړۍوالو سازمانونو څخه د افغانستان له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او له اسلامي امارته د رسنیو قانون له مخې د رسنیو په کارونو کې د نورو ادارو د لاسوهنې مخنیوي طرحې د پلې کېدو غوښتنه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP