هرات (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، دغې خونې د سوداګرو ښځو د فعالیت پراختیا په موخه پروګرامونه پیل کړي او په تېرو دوو کلونو کې دغه زون کې ۱۵ زره ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادې خونې رییسې ادیبا وزیري له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې یواځې هرات ولایت کې د ښځینه سوداګرو شمېر له ۷۰ تر۸۰ ته رسېدلی وو چې اوس د دوو کلونو په تېرېدو سره د هغو شمېر ۴۵۰ کسانو ته رسېدلی او ورسره ګڼ شمېر ښځې پر کار او فعالیت بوختې دي.
نوموړې زیاته کړه چې ښځې تر ډېره د ښځينه لباسونو د تولید، د مختلفو توکو پروسس او بستهبندۍ، ترشي بابو برابرولو، غالۍ اوبدنې، ګلدوزۍ، خیاطۍ او نورو برخو کې فعالیت کوي.
د هېواد په لویدیځ زون کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې څرګنده کړه چې دغه خونه په لویدیځ زون کې ښځو ته د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې او د هغو د سوداګرۍ پراخولو هڅې کړې، څو ښځو ته له اسلامي فرهنګ سره برابر د لا ډېر کار زمینه مساعده کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP