منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«تېرو دوو کلونو کې د هېواد په لویدیځ زون کې زرګونو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې»

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۲ کتنې

هرات (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، دغې خونې د سوداګرو ښځو د فعالیت پراختیا په موخه پروګرامونه پیل کړي او په تېرو دوو کلونو کې دغه زون کې ۱۵ زره ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادې خونې رییسې ادیبا وزیري له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې یواځې هرات ولایت کې د ښځینه سوداګرو شمېر له ۷۰ تر۸۰ ته رسېدلی وو چې اوس د دوو کلونو په تېرېدو سره د هغو شمېر ۴۵۰ کسانو ته رسېدلی او ورسره ګڼ شمېر ښځې پر کار او فعالیت بوختې دي.

نوموړې زیاته کړه چې ښځې تر ډېره د ښځينه لباسونو د تولید، د مختلفو توکو پروسس او بسته‌بندۍ، ترشي بابو برابرولو، غالۍ اوبدنې، ګلدوزۍ، خیاطۍ او نورو برخو کې فعالیت کوي.

د هېواد په لویدیځ زون کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې څرګنده کړه چې دغه خونه په لویدیځ زون کې ښځو ته د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې او د هغو د سوداګرۍ پراخولو هڅې کړې، څو ښځو ته له اسلامي فرهنګ سره برابر د لا ډېر کار زمینه مساعده کړي.

نوموړې همداراز زیاته کړه چې اوسمهال په هرات کې د ښځو لپاره ۵ ځانګړي مارکېټونه موجود دي چې په هغو کې ټول پېر او پلور ښځې ترسره کوي.

په لویدیځ زون کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دغه خونه په لویدیځو ولایتونو لکه هرات، فراه، بادغیس او غور کې ۱۴۰۰ فعال غړې لري او دغه‌راز یې له یوه کال راهیسې په هرات ولایت کې د ښځو له محصولاتو د ملاتړ او بازارموندنې لپاره شپږ حمایوي نندارتونونه جوړ کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد