جلالاباد (پژواک، ۱۴ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په بټيکوټ ولسوالۍ کې یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده را خوشی کړی او دغهراز په جلالاباد ښار کې یې یو موټرچلوونکی د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
مسوولين وايي، د يادو کسانو د تښتولو په تور درې کسان هم نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غويي په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، د بټيکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه ماشوم چې د دوو وروڼو له لوري تښتول شوی و او په يوه کور کې تړلې سترګې ساتل کېده، ازاد او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
هغه زياتوي، د ياد ماشوم د تښتونې په تور يو کس نيول شوی او د يوه بل کس د نيولو هڅې روانې دي.
دغهراز، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې يو موټرچلوونکی -چې له خپل موټر سره تښتول شوی و- د جلالاباد ښار د حلقوي سړک په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، غلو يو موټر له جلالاباد ښاره کرايه کړی و، خو په لاره کې موټرچلوونکى يې په نیت پوه شوی او خپل پلار ته يې خبر ورکړی چې امنيتي مسوولين ورته پر وخت ورسېدل او دی يې ترې وژغوره.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.
امنيتي مسوولين وايي، که خلک له امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي او پر وخت يې خبر کړي، دوی به د داسې ډېرو پېښو مخه ونيسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP