ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان پوهنې ریاست او شپږو امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه

د اروزګان پوهنې ریاست او شپږو امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه

author avatar
4 May 2023 - 16:52
د اروزګان پوهنې ریاست او شپږو امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه
author avatar
4 May 2023 - 16:52

ترینکوټ (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان د پوهنې ریاست وایي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/ UNICEFپه مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

د اروزګان د پوهنې رییس مولوي شمس‌الله کامران پژواک اژانس ته وویل، دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د برېښنا اسانتیاو برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پر دې پروژې شاوخوا ۲۳ زره ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري ورکړل شوی او تخنیکي چارې یې د بشري حقونو مرستندویه موسسې/ SHAO له لوري ترسره شوې دي.»

نوموړی وايي، د یادې پروژې په لړ کې د اروزګان د پوهنې ریاست لپاره ۵ کیلوواټ او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته ۳- ۳ کیلوواټ لمریزه برېښنا برابره شوې ده.

کامران وویل، هڅه کوي په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې بهیر د ودې په موخه د نړۍوالو مرستندویه ادارو پر مټ نور امکانات هم برابر کړي.

د ولسوالیو د پوهنې امریتونو کارکوونکي خوښ دي چې ادارې یې د برېښنا پر سیستم مجهزې شوې.

د چورې ولسوالۍ د پوهنې امریت د نظارت مدیر مولوي مامک صاحب پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د برېښنا نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره وو، خو اوس يې ستونزې حل شوې.

هغه زیاته کړه، مخکې یې ډېر هغه کارونه نه شول ترسره کولای چې برېښنا پورې تړلي وو خو اوس به یې په چارو کې ښه‌والی او چټکوالی راشي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې په ولسوالیو کې د پوهنې بهیر ودې ته لا ډېر پام وشي.

د یادونې ده، مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې یې د هغو ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې هم د یوشمېر مرستندویه ادارو په مرسته پيل کړې چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي وي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.