Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د باران او سېلابونو له امله څلور ماشومان مړه او ۲۵ کسان ژوبل شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې تېره شپه د تېز باران اورېدو او سېلابونو له امله څلور ماشومان مړه او ٢٥ نور کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې اورښت او سېلابونو د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د نورو سیمو په پرتله ډېر زيان اړولی دی.

خبرپاڼه کاږي، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، په یادې ولسوالۍ کې تر دې مهاله د څلورو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شوی چې د درېيو هغو جسدونه پيدا شوي او یو نادرکه دی.

دغه راز سرچينه زياتوي چې د دغه باران، ږلۍ او سېلاب له امله ٢٥ نور کسان ټپيان شوي هم دي.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون هم پژواک ته تاييد کړه چې اورښت او سېلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې زيانونه اړولي چې اړوندې ادارې له خلکو سره د بېړنيو مرستو او جزئياتو پر راټولولو بوختې دي.

په ورته وخت کې، د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد وايي، د ښار د نهو ناحيو مسوولينو ته دنده ورکړل شوې چې په خپلو سيمو کې د اړتيا پر مهال له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند فرهاداحمد ستانکزی هم تاييدوي چې د تېرې شپې اورښت ځيني ښوونځي تخريب کړي چې دوی يې په راپور چمتو کولو بوخت دي.

په همدې حال کې، عام خلک له زيانمنو سره د مرستو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عزیزالله وویل، تېره شپه د دې ولسوالۍ په میرزاخېلو، بازدي‌خېلو او ماماخېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې ځایي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، حکومت دې په بېړني ډول خلکو ته مرستې ورسوي؛ ځکه د ډېرو خلکو کورونه نړېدلي او په ميدان پاتې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.