Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا د تخلیې پروګرام کې ورغلو افغانانو ته د ویزو تمدېدولو اعلان وکړ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۲): د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، پر شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د تخلیې پروګرام کې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، دوه کلنه ویزه بیا تمدیدوي، څو دغه افغانان وکولای شي چې په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.

یاد وزارت پرون د غویي په ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه افغانان چې د بشردوستانه ویزو له لارې د «متحدینو ښه‌راغلاست عملیاتو» د تخلیې پروګرام په ترڅ کې امریکا ته راغلي، د روان ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې کولی شي چې په آنلاین بڼه د بیا پیرول کېدو لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.

سرچینې زیاته کړې، د پیرول د لومړي بهیر په شان به دا ځل هم هره قضیه په جلا جلا توګه د عاجلو بشري دلایلو او مهمو عامه ګټو په پامنیوي سره طی مراحل کېږي.

یاد وزارت ویلي، په دې اړه معلومات به ژر خپاره کړي خو د نېټې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د کورني امنیت وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د هغو زرګونو افغانانو خوندیتوب، امنیت او سلامتیا دوام ته ژمن دی چې د متحدینو ښه راغلاست عملیاتو له مخې امریکا ته راغلي او د «دوامدار ښه راغلاست» پروګرام له مخې به دا چارې روانې ساتي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې حکومت څو ځله د راغلو افغانانو د مېشت کېدو لپاره لایحه برابره کړې او په کانګرس یې په عامه توګه غږ کړی چې دغه لایحه دې منظوره کړي. ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه د دغې لایحې ملاتړ کوي.

د کورني امنیت وزارت ویلي، د لایحې منظورېدل به هغو زرګونو افغانانو ته چې د بشردوستانه ویزو له لارې امریکا ته راغلي، د کډوالۍ دوامدارې او اغېزناکې لارې برابرې کړي.

وزارت همداراز له افغانانو غوښتي چې که پر شرایطو برابر وي نو په متحده ایالتونو کې د دایمي مېشتېدنې لپاره د ځانګړو ویزو او یا پناه‌غوښتنې بهیر دې تعقیب کړي او هم دې د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ خدمات په ویب‌پاڼې کې د ځانونو لپاره حسابونه جوړ کړي .

د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي وو چې د روانې مې میاشتې په ۱۷مه نېټه به په ټول هېواد کې د افغانانو د ملاتړ مرکزونه پرانیزي او لومړی مرکز به د اریزونا ایالت په فینیکس ښار کې جوړ کړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو مرکزونو کې به د متحده ایالتونو حکومت اوغیردولتي سازمانونه د راغلو افغانانو لپاره د ټولنیزو خدماتو په هکله معلومات ورکوي.

یاد وزارت ویلي، د نورو مرکزونو او نېټو په اړه به معلومات په راتلونکو اوونیو کې اعلان کړي.

د متحده ایالتونو د حکومت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان ایستل شوي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي.

په څه باندې ۱۲۰ زره افغانانو کې چې د متحده ایالتونو سرتېرو د تخلیې په بهیر کې را ایستلي، هغوي دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې د ژباړونکي یا نورو دندو کې کار کړی او د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورته ورکړل شوې دي. دوی ته امریکا ته تر راتګ وړاندې ځیني اسناد ورکول کېږي او تر راتګ وروسته یې د قانوني دایمي اوسیدنې (ګرین کارت) سند هماغه ادرس ته استول کېږي چې په غوښتنلیک کې ثبت شوی وي.

دویمه کټګوري هغه افغانان دي چې د ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي، خو لا ویزې ورته نه دي ورکړل شوي. دوی متحده ایالتونو ته د (humanitarian parole) له لارې لېږدول کېږي او د ځانګړو ویزو په اسنادو یې کار کېږي. د پیرول تر منل کېدو وروسته هغوی کولی شي چې د امریکا د تابعیت او کډوالو د خدماتو له ادارې سره د مهاجرت بېلابېلو پروګرامونو ته غوښتنلیکونه وسپاري.

یو شمېر له خطر سره مخ افغانان چې د تخلیې پر وخت د ځانګړو ویزو متقاضیان نه وو، د کډوالۍ د ملي قانون له مخې، متحده ایالتونو ته د (humanitarian parole) له لارې راوړل لېږدول شوي دي. دغه کسان امریکا کې له ویزې پرته په موقتي توګه ژوند کولی شي خو د دایمي اوسېدنې سند نه ورکول کېږي، خو کولی شي چې د پناه غوښتنې لپاره خپل اسناد د امریکا د کډوالۍ ادارې ته وسپاري. دوی کولی شي چې سملاسي او یا تر یوه کاله پورې د پنا غوښتنه وکړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.