Language

سرپل کې د خلکو په شخصي لګښت یو جومات او دارالعلوم جوړېږي

سرپل ‌‌‌(پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د سرپل ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یو جومات او دارالعلوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت به یې د سیمې د خلکو له خوا ورکول کېږي.

د سرپل امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې -چې د حکومتي چارواکو او قومي مشرانو په حضور کې جوړ شوي وو- وويل، دغه جومات او دارالعلوم اوسمهال پر اووه جريب ځمکه جوړېږي چې په راتلونکي کې به پر ۲۰ جریب پراختیا ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «د یاد جومات او دارالعلوم د جوړولو موخه دا ده چې له بېلابېلو قومونو طالب‌العلمان دلته راشي او په یو ځای کې دیني او عصري زده‌کړې وکړي او دا به د خلکو ترمنځ د لا وحدت او یووالي سبب شي؛ په تېرو کلونو کې د خلکو دښمنانو د افغانستان قومونو ترمنځ دښمني رواج کړې وه، موږ باید د ګډو مرکزونو په جوړولو سره د خپلو خلکو ترمنځ یووالی تامین کړو.»

هغه وویل، د یاد جومات او دارالعلوم پر جوړولو لس میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې د خلکو له خوا ورکول کېږي.

بلخوا، د سرپل ولایت یو مولوي نیک‌محمد هم وویل چې د هېواد وګړي پر دیني زده‌کړو سربېره عصري  زده‌کړو هم اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «ښه ده چې په دغه دارالعلوم کې هم عصري او هم دیني زده‌کړې وشي او خلک باید د دغه دارالعلوم او جومات په جوړولو کې همکاري وکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.