جلالاباد (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، سږ کال یې په څلورګونو فارمونو کې پر ۸۰۳۸ جريب ځمکه هندواڼې او خټکي کرلي چې حاصلات یې د تېرو کلونو په پرتله ډېر اټکل شوى دی.
چارواکي زیاتوي، تېر کال د کانال رياست اړوند د څلورګونو فارمونو پر ۳ زره جريب ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل يې ورکړی و او له درکه يې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي وو.
د یاد ریاست ویاند سید همایون غريبمل پژواک اژانس ته وويل، تېر کال شاوخوا ۱۴۶۷۰ ټنه هندواڼې ترلاسه شوې وې، خو سږ کال به یې حاصلات تر دې څو چنده ډېر وي.
هغه زیاتوي، د کانال رياست په څلورګونو فارمونو کې سږ کال پر ۸۰۳۸ جريب ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي، نو ځکه اټکل شوی چې د حاصلاتو کچه یې هم لوړه وي.
د نوموړي په خبره، سږ کال د هندواڼو بېلابېل ډولونه کرل شوي چې حاصلات يې ښه دي او پر ننګرهار سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
غريبمل وايي، دوى هڅې پيل کړې چې د کانال له ځمکو د تازه مېوو او سبزيو لا ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
بلخوا بزګران هم د هندواڼو سږني حاصلاتو ته خوښ دي.
شاهولي چې د کانال رياست په اجاره کړې ځمکه کې يې هندواڼې کرلې وايي، سږ کال يې حاصلات ډېر شوي دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ ستونزه د اوبو ده، ځکه ډېر کله اوبه نه وي، که په بيه اوبه ورکوو نو حاصل ښه وي خو نرخونه بيا ټيټ وي، نو موږ ته ګټه نه کوي.»
دغهراز يوه بل کروندګر سيدنبي پژواک ته وويل چې حکومت بايد د کروندګرو حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.
هغه وايي: «د هندواڼو حاصلات سږ کال ښه دي خو له حکومته غواړو چې د کیمیاوي سرو او دغه راز بازارموندنې برخه کې مرسته وکړي، څو زموږ حاصلات په ښه بیه وپلورل شي.»
ننګرهار د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي چې د نورو حاصلاتو ترڅنګ، پکې هندواڼې هم هر کال ښه حاصلات ورکوي.