ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: د افغانستان سرپرست حکومت دې ټولګډون حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي

چین: د افغانستان سرپرست حکومت دې ټولګډون حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي

author avatar
7 May 2023 - 07:32
چین: د افغانستان سرپرست حکومت دې ټولګډون حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي
author avatar
7 May 2023 - 07:32

اټلانټا (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د چین بهرنیو چارو وزیر چېن کانګ وایي، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د اقتصاد بیارغونه او له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته وکړي، خو کابل باید منځلارې کړنلاره غوره کړي او ټولګډون حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون په اسلام‌اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ له درې اړخیزې ناستې وروسته له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

که څه هم په دې ګډې خبري ناسته کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي حضور نه درلود، خو د چین بهرنیو چارو وزیر له هغه سره جلا لیدلي دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر چېن ګانګ په یاده خبري غونډه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی د افغانستان د اقتصاد بیارغونه او له ترهګرۍ سره مبارزه کې همکاري وکړي، خو زیاته کړې یې ده، د افغانستان سرپرست حکومت باید  منځلارې کړنلاره غوره کړي او ټولګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

هغه زیاته کړه، هېواد یې له پاکستان سره په ګډه چمتو دی د افغانستان له سرپرست حکومت سره په اقتصادي بیارغونه کې مرسته وکړي.

د چین بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان سرپرست حکومت باید معتدلې کړنلارې خپلې کړي.

هغه زیاته کړه: «چین او پاکستان چمتو دي چې د افغانستان اقتصادي بیارغونه کې مرسته وکړي؛ موږ هیله لرو چې طالبان ټولګډونه حکومتولۍ ته غاړه کېږدي او معتدلې کړنلارې خپلې کړي او له ګاونډیانو سره ښه اړیکې وپالي؛ دا مهمه ده چې طالبان د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او په افغانستان کې دننه د ترهګرو ځپلو لپاره پیاوړي ګامونه واخلي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې غونډې ته په اشاره وویل، کابل باید ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو ته لاره هواره کړي.

ګانګ زیاته کړې، دا ښې اړیکې به مرسته وکړي چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهلېز (سي پیک) د افغانستان لور ته هم وغځول شي، سوداګري، پانګونه او کلتوري اړیکې به هم پراخې شي.

د ترهګرۍ په اړه اندېښنو ته په اشاره د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړې، هېواد یې له اسلام‌اباد او کابل سره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته چمتو دی.

هغه په دې لړ کې، په ځانګړې توګه د ایغور مسلمانې ډلې ختیځ ترکستان اسلامي تحریک ته اشاره وکړه؛ چین وايي د دې ډلې وسله‌وال په افغانستان کې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د سیمې هېوادونو ترمنځ پر ګډ کار ټينګار وکړ؛ هغه یو ځل بیا وویل، د طالبانو له ادارې سره باید ګډ کار وشي.

نوموړي زیاته کړې، تل یې د طالبانو ادارې چارواکو ته ویلي چې له موږ سره مرسته وکړي څو له تاسې سره مرسته وکړو.

د دوه اړخیزې همکارۍ په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ترهګرۍ سره مبارزه سره کرښه بللې ده.

هغه زیاته کړې: «په پاکستان کې زموږ لپاره تر ټولو مهمه مسئله او سره کرښه ترهګري ده، د سیمې ثبات او امنیت ته یې ډېر جدي ګواښ رامنځته کړی او د افغانانو د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ ده، موږ هڅه کوو د درې اړخیزې همکارۍ له لارې له افغانانو سره مرسته وکړو، په اقتصادي برخه کې ګډ کار وکړو، په دې برخه کې ډېرې پروژې شته، په تېره د شانګهای همکاریو سازمانو په اډانه کې.»

له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ په کتنه کې پر یو شمېر مهمو سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ترانزیټي او دوه‌ اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.

یادونه: په دې خبر کې د بي بي سي له راپوره استفاده شوې ده.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.