هرات (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د هرات تاریخي جامع جومات د امنیت ساتنې ته په لومړي ځل امنیتي قطعه ګومارل شوې ده.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نعیمالحق حقاني وایي چې کورنیو چارو وزارت د یاد جومات امنیت ساتني لپاره ۲۰ کسیزه امنیتي قطعه ګومارلې ده.
حقاني د تاریخي ابداتو د امنیت ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو ګومارنه یو ښه ګام بولي او د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدامه هرکلی کوي.
نوموړی دغه راز له خلکو غواړي څو د خپلو تاریخي او فرهنګي ځایونو ساتنې په موخه له امنیتي ځواکونو سره همکاري او د هغوی ملاتړ وکړي.
ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت د ۰۱۲ قطعې یوه څارمن محبالله خُبیب هرات ته د خپل سفر پر مهال وویل، د کورنیو چارو وزارت د ۰۱۲ مرکزي قطعې له خوا په دغه ولایت کې د جامع جومات امنیت ساتنې په موخه یوې ۲۰ کسیزې قطعې ته مسوولیت ورکړی څو په دایمي ډول د هرات له جامع جوماته ساتنه وکړي.
د هرات سیمهییز مسوولین وایي، له دې مخکې د تاریخي ابدو ساتنې په موخه اختیا الدین کلا او ټولو جوماتونو ته هم د ۰۱۲ قطعې له خوا څو کسان ګومارل شوي وو او ټاکل شوې چې دا لړۍ په دغه ولایت کې ټولو تاریخي ابدو ته وغځېږي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن