Language

تېرو ۱۶ ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۷۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): په تېرو ۱۶ ورځو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته پر درانه مالي زیانونو اوښتو سربېره، ۱۷ کسان مړه او ۶۱ نور ژوبل شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي په یوه ویډیویي کلیپ کې چې د دغه وزارت پر ټویټرپاڼه خپور شوی ویلي، دغه پېښې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر اوسه په میدان وردګ، غور، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.