Language

پولیس د اعتیاد علتونو او د روږدو سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومانداني په ګډه د نشه‌یي توکو د کښت کچې معلومولو، د اعتیاد علتونو او د روږدو سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، دغه سروې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت اړوند د سروې ریاست او د کابل امنیه قومانداني په ګډه پیلوي.

هغه لیکلي، د سروې لپاره ځانګړې مسلکي ډلې جوړې شوې، څو هغو ټولو سیمو ته سفر وکړي چې د نشه‌یي توکو کښت په کې کېده.

د ځدراڼ معلوماو له مخې، دغه ډلې به په سیمو کې له بزګرانو وپوښتي چې ولې یې د یادو موادو کښت ته مخه کړې وه او اوس د بدیل معیشت په تړاو څه غوښتنې لري.

login or register a new account.

Related Topics