Language

غور کې نامعلومو وسله‌والو یو قاضي وژلی

فېروزکوه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): په غور ولایت کې د مخکیني حکومت یو قاضي مفتي محمدنذیر معنوي د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

د نوموړي یوه خوریي ګلاب‌الدین اجتماعي پژواک خبري اژانس ته وویل: «مفتي صاحب پرون د ماښام  لمانځه له اداء کولو وروسته له جوماته وتلی او د خپل کور پر لور چې جومات ته نږدې و روان و چې د یوه وسله‌وال له خوا پرې ډزې شوې او مړ شوی دی.»

د ګلاب‌الدین په خبره، بریدکوونکی پر هغه له ډزو وروسته له یوه موټرسایکل سپاره سره له سیمې تښتېدلی دی.

هغه زیاتوي چې مفتي معنوي په تېر نظام کې د یاد ولایت په استیناف محکمه کې د قاضي په توګه کار کاوه.

login or register a new account.