Language

د بادغیس په ښوونځيو کې د درسي کتابونو کمښت؛ زده‌کوونکي د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي

قلعه‌نو (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): په بادغیس ولایت کې د ښوونځيو ځيني زده‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري او له اړوندو ادارو غواړي څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار د حنظله لېسې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی عبدالکریم وايي، دوی د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل، د ښوونځي له خوا ورته د ۸ مضمونونو کتابونه ورکړل شوي، خو دی د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی چې له بازاره د نورو مضمونونو کتابونه وپېري.

نوموړی له پوهنې وزارته غواړي څو د درسي کتابونو برابرولو په برخه کې دې هڅې وکړي او زده‌کوونکو ته دې د ټولو مضمونونو کتابونه ورکړي.

د حنظله لېسې د اتم ټولګي یو بل زده‌کوونکی امیرمحمد هم د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري.

نوموړي وویل، د درسي کتابونو د کمښت له امله اړ شوی چې د ۸ مضمونونو کتابونه له بازاره  وپېري.

نوموړي زیاته کړه چې تېر کال هم له دې ستونزې سره مخ و او د درسي کتابونو د کمښت له امله نه دی توانېدلی چې د خپلې خوښې نومرې تر لاسه کړي.

د هغه په خبره، د پوهنې ریاست باید دې ستونزې ته پاملرنه وکړي او د زده‌کوونکو دا ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه: «د کتابونو له کمښت سره مخ یم، اړ شوم چې د ۸ مضمونونو کتابونه له بازاره و پېرم، له دولته غواړم چې زموږ ښوونځي ته کتابونه ورکړي څو وکړای شو چې ښه درس ووایو.»

په ورته وخت کې، کارپوهان د یادې ستونزې پایلې زیان اړونکې بولي.

په بادغیس کې د پوهنتون یو استاد سیدمحمود فهیم وایي، د درسي کتابونو کمښت د زده‌کوونکو پر زده‌کړو او مهارتونو بده اغېزه لري، په کانکور کې د نه کامېابېدو او د زده‌کوونکو له درس او ښوونځيو د لرېوالي لامل کیږي.

نوموړی ټینګار کوي چې د هېواد د پوهنې وزارت مکلف دی څو په ښوونځيو کې د درسي کتابونو برابرېدو کې اقدامات وکړي او د زده‌کوونکو د اړتیا وړ کتابونه برابر کړي.

سرچینه وایي: «درسي کتابونه د هر هېواد د تعلیمي نظام د زده‌کړې او زده‌کولو لازمي لړۍ ده چې د ټولو زده‌کوونکو او ښوونکو پر فعالیتونو تمرکز لري، د هېواد د پوهنې وزارت مسوولین مکلف دي چې د هېواد د ټولو ښوونځيو د اړتیا وړ درسي کتابونه برابر کړي.»

له دې ټولو سره سره، د بادغیس د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د درسي کتابونو کمښت تاییدوي.

د بادغیس د پوهنې رییس مولوي محب‌الله احسان پژواک ته وویل، که څه هم روان کال کې له کابله یاد دغه ولایت ته له ۵۰۰ زره ټوک ډېر کتابونه را لېږدول شوي، خو له هغو سره بیا هم د درسي کتابونو د کمښت ستونزه نه هوارېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د روان کال په ترڅ کې له کابله له پنځه سوه زره ډېر کتابونه رالېږل شوي چې موږ ښوونځيو ته وېشلي؛ خو بسنه نه کوي، ځکه چې موږ په بادغیس کې اووه سوه زره کتابونو ته اړتیا لرو، موږ دغه موضوع د هېواد د پوهنې وزارت سره شریکه کړې او ان‌شاءالله چې حلیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د شمېرو له مخې، اوسمهال د بادغیس په مرکز او ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو ۵۰۸ ښوونځي او مدرسې فعال دي او په هغو کې درس روان دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.