کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په سیمه کې د افغانستان له لارې د اقتصادي اتصال لېوالتیا ګوري او د افغانستان او پاکستان ملتونو اکثره اقتصاد ته له سیاسي عینکو کتلي او دې چارې ستر فرصتونه ضایع کړي دي.
مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې نن په اسلاماباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ کې کړې دي.
د متقي په مشرۍ د افغانستان یو پلاوی له تېرې جمعې راهیسې پاکستان ته په سفر کې دی.
د یاد پلاوي یوه غړي د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې رییس ذاکر جلالي پر خپلې ټوېټرپاڼې په یاد انسټیټیوټ کې د مولوي امیرخان متقي له قوله لیکلي: «غواړم صادقانه ووایم، د افغانستان او پاکستان اړیکې په تجارت، ټرانزیټ او په لوی تصویر کې اقتصادي موضوعاتو کې له ډېرو ستونزو ډکې وې او اکثراً د دواړو ملتونو اقتصاد ته له سیاسي عینکو کتل شوي او دې کار د دواړو ملتونو ستر ستر فرصتونه ضایع کړي دي.»
متقي ویلي: «موږ په سیمه کې د افغانستان له لارې د اقتصادي اتصال په تړاو کافي لېوالتیا لیدله ... خصوصاً منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې.»
هغه وايي چې د دغه سیاست ګټه یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې سیمې په تېره پاکستان او منځنۍ اسیا مشترکه ده.
د متقي په وینا، د اسلامي امارت په راتګ سره لومړنی کار یې دا و چې سیمې او نړۍ ته یې د «نوي او پر همکارۍ ولاړ» بهرني سیاست پر مټ د تعامل او مشترک کار پیغامونه ورکړل.
هغه زیاتوي: «سیمې ته مو مرکزي پیغام د اقتصاد محوره بهرني سیاست و چې اقتصادي اتصال او ټرانزیټ په کې مرکزي ټکي وو.»
دغهراز د یوې خپرې شوې ویډیو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په یاده ناسته کې ویلي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او همدارنګه د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې هر نظام له بل نظام سره توپیر لري.
هغه زیاتوي: «لهذا موږ پاکستاني سیاسیونو ته دا مشوره نه ده ورکړې چې تاسې داسې نظام جوړ کړئ او دوی موږ ته مشوره نه ده راکړې چې تاسې داسې نظام جوړ کړئ. دا مشورې مو یو بل ته نه دي ورکړي چې دوی څنګه حکومت ولري او موږ څنګه حکومت ولرو.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، افغانستان، پاکستان او چین هوکړه وکړه چې د یو بل پر خلاف د هېچا ځمکه او فضاء و نه کارول شي.
د یادونې ده، امیرخان متقي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان، چین او افغانستان په درېاړخیزه ناسته کې پر ګډون سربېره، د پاکستان د پوځ له مشر او د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم لیدنې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP