کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستيو تحولاتو په غبرګون کې د خلکو له خوا پر لاریونونو او تاوتریخوالو خواشيني ښودلې او له ښکېلو لورو يې د زغم او تفاهم هیله کړې ده.
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره ورځ د فساد په یوه قضیه کې په اسلاماباد کې په محکمه کې دننه د ځانګړو نیمه پوځي (رینجر) ځواکونو له لوري ونیول شو. د هغه له نیول کېدو وروسته په لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه پیل شوي چې د راپورونو له مخې، تر اوسه نږدې ۱۰۰۰ کسان په کې نیول شوي دي. دغهراز نن په پېښور کې لاریونوالو د پاکستان د ملي راډيو ودانۍ ته اور اچولی او په دغه هېواد کې د حالاتو کنټرول کولو لپاره له پوځ څخه مرسته غوښتل شوې ده.
په دې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستيو تحولاتو په اړه چې لاریونونه شوي او په ځينو مواردو کې پر تاوتريخوالي هم اوښتي، خواشيني څرګندوي.
سرچينه زياتوي، د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې سياسي ثبات د پاکستان د مسلمان ملت او د ټولې سيمې په ګټه بولي او له ښکېلو لورو د زغم او تفاهم هیله لري.
سرچينه کاږي، د بهرنیو چارو وزارت په روان وضعيت کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د خوندیتوب په په اړه خپلو استازوليو ته لازمې لارښوونې کړې دي.