مهترلام (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، د دې ښاروالۍ اړوند نږدې درېنیم زره جریب ځمکه لا هم د غاصبینو په واک کې ده.
د مهترلام ښاروال مولوي رحمتالله شهامت پژواک خبري اژانس ته وویل که څه هم په تېرو دوو اونیو کې د مهترلام ښاروالۍ اړوند درېیمه ناحیه کې ۱۳۰ جریب ځمکه په بشپړه توګه له غاصبینو راکرځول شوې، خو وایي چې له تېر حکومته ورته یادې غصب شوې ځمکې په میراث کې پاتې دي.
د شهامت په وینا، د مهترلام ښاروالۍ اړوند ۵ ناحیو کې ۳ زره ۳۲۸ جریب ځمکه د عامو خلکو او یو شمېر زورواکو له خوا غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې عملاً کمپاین پیل شوی دی.
د محترلام ښار درېیمې ناحیې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی له مجبوریته په دولتي ساحه کې ځان ته په غیرقانوني توګه یو کورګی جوړ کړی، له حکومته غواړو چې یاده ساحه موږ ته په رسمي بڼه ووېشي.
د محمداکرام په نوم یو بل کس هم مني چې په غیرقانوني توګه یې په دولتي ساحه کې له مجبوریته یوه کوټه اباده کړې خو له حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته قاوني نومرې ووېشي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن