Language

یوناما: افغانستان کې د م.م ښځینه کارکوونکې له ځورونو او محدودیتونو سره مخ شوې دي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): یوناما په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې په تېرو درېیو میاشتو کې له ځورونو، توقیف او نورو محدودیتونو سره مخ شوې دي؛ خو اسلامي امارت تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

یوناما دغه راپور -چې پکې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له فبرورۍ تر اپریل میاشت پورې بشري حقونو وضعیت څېړل شوی- پرون خپور کړی دی.

د یاد راپور په پیل کې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار بندیز ته اشاره شوې او ویل شوي، تر دې دمه د ملګرو ملتونو ډېری ښځینه کارکوونکې د ځورونې، ډارولو او توقیف په ګډون د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ شوې دي.

https://twitter.com/UNAMAnews/status/1655792986934894594?s=20

په راپور کې راغلي، له همدې امله یې خپلو کارکوونکو ته د مې میاشتې تر پنځمې په کور د پاتې کېدو لارښوونه وکړه.

د یادونې ده، په افغانستان کې سرپرست حکومت د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ځايي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوله.

د یوناما په راپور کې راغلي، له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. دغه‌راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له ماموریت سره هم په ټکر کې ده؛ ځکه ملګري ملتونه نه شي کولای په داسې شرایطو کې د واکمنو چارواکو امر ومني.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، د یوناما په راپور کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو ویل شوي چې په دې موده کې په بریدونو او چاودنو کې ۷۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ډېری یې د «اسلامي دولت خراسان ډلې» ته منسوب شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دې موده کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کوچني اختر په ورځو کې د ملکي تلفاتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي، همداراز پر عبادت‌ځایونو، د ځانګړو توکمونو او مذهبونو پر وړاندې کوم برید هم نه دی شوی، خو وايي، له پخواني حکومت سره د تړاو لرونکو کسانو وژنې روانې دي. په دې برخه کې ځینې بېلګې هم په راپور کې یادې شوې دي.

په یاد راپور کې د ښځو او نجونو د حقونو او زده‌کړو، ملکي وګړو خوندیتوب، د مخکیني دولت له چارواکو او امنیتي ځواکونو سره چلند، د زور زیاتي کارونې، رسنیو ازادي او عدلي او قضايي چارو د فعالیتونو په اړه ځیني جزییات ورکړل شوي دي.

یوناما وايي، په ځینو برخو کې له زور زیاتي کار اخیستل شوی دی.

یوناما ویلي، په سړو سیمو کې د ښوونیز کال له پیل سره بیا هم له شپږم پورته ټولګيو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ او په پوهنتونونو کې هم ښځینه محصلینو ته لا د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په راپور کې راغلي، د خپلواکو رسنیو د فعالیتونو محدودولو لپاره نور ګامونه هم پورته شوي او د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر ادارې ځیني نوي فرمانونه صادر کړي دي.

په راپور کې د واکمنو چارواکو د هغه حکم صادرولو په اړه اندېښنه ښودل شوې چې د قضیو دواړو خواوو ته اجازه ورکوي چې د پخوانۍ ادارې پر مهال قضیو د بیاکتنې غوښتنه وکړي چې جنايي قضیې هم پکې شاملې دي. یوناما دغه چاره له قانوني اصولو څخه سرغړونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د محاکمو د فعالیت او شرعي احکامو د انفاذ په اړه، د یوناما ادعاوې او اندېښنې بې‌بنسټه بللې وې .

هغه ویلي وو: ‏«واقعیت دا دی چې په افغانستان کې قضایي سیستم د پخوا په پرتله ډېر قوي او عدالت تامین شوی او د هېوادوالو حقوقو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې رسیدګي کېږي.»

مجاهد د یوناما د نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي.

[/restrict]

Related Topics