[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خوشي کولو امر کړی دی.
عمران خان دوه ورځې مخکې د نیمه پوځي ځواکوانو له خوا د فساد په یوه قضیه کې په اسلاماباد کې په یوه محکمه کې ونیول شو او د احتساب محکمې ته وړاندې شو.
یادې محکمې پولیسو ته امر وکړ چې په یوه اونۍ کې له عمران خانه پلټنې بشپړې کړي او بیا یې محکمې ته وړاندې کړي.
بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ستره محکمه کې عریضه کړې وه چې عمران خان غیرقانوني نیول شوی او باید خوشی شي.
د پاکستان سترې محکمې نن (د غویي ۲۱مه) له یوې لنډې علني محکمې وروسته د عمران خان نیول غیرقانوني وبلل او د هغه د خوشي کولو امر یې وکړ.
عمران خان محکمې ته وویل: «له ما سره د یو تروریست په توګه چلند شوی.» د پاکستان امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې ګزمې کوي او د عمران خان یو شمېر پلویان یې نیولي هم دي.
د هغه پلویانو په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې، سړکونه یې بند کړي، پر امنیتي ځواکونو او حکومتي تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.
پولیس او د روغتونونو مسوولین وايي، په دې لاریونونو کې تر اوسه لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او سلګونه پولیس ژوبل شوي او یو پولیس وژل شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP