ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان مسوولین: ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوې یږې خپاره شوي عکسونه پخواني دي

د نورستان مسوولین: ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوې یږې خپاره شوي عکسونه پخواني دي

author avatar
12 May 2023 - 11:23
د نورستان مسوولین: ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوې یږې خپاره شوي عکسونه پخواني دي
author avatar
12 May 2023 - 11:23

اسعداباد (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): د نورستان مسوولین په ټولنيزو رسنیو کې د خلکو له خوا د يوې يږې د نيولو کېدو خپور شوی انځور پخوانی بولي او وايي، اوسمهال خلکو ته د حیواناتو د نه نیول کېدو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

له تېرې ورځې راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې يو انځور لاس په لاس کېږي چې ګواکې په نورستان کې خلکو يوه يږه نیولې او مړه کړې يې ده.

د نورستان د چاپېريال ساتنې مشر مولوي سرتاج الدين ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، ياده پېښه پنځه شپږ کاله مخکې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د اګورو په کلي کې شوې وه چې اوس په ټولنيزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکی انځور د هماغه وخت دی.

د هغه په خبره، دوى په سيمه کې عامه پوهاوى کړى او اوس خلک پوهېږي چې نورستان ملي پارک دى او دلته د حيواناتو ښکار بند دى .

د ياد اګورو کلي ملا امام هدايت‌الله هم پژواک ته وویل: «ياده پېښه شپږ کاله وړاندې شوې او په انځور کې ولاړ کسان اوس غټې ږيرې لري او اوسمهال دوى ته پوهاوى ورکړل شوى چې د حيواناتو وژل جرم دی.»

د کامدېش ولسوال مولوي محمدطاهر حنفي هم ياده پېښه پخوانۍ بولي او وايي، په اوس وخت کې داسې کومه پېښه نه ده شوې.

Views: 101

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.