Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر صدراعظم او د استخباراتو رییس کندهار کې له ملا محمدحسن سره لیدلي

د قطر صدراعظم او د استخباراتو رییس کندهار کې له ملا محمدحسن سره لیدلي

author avatar
12 May 2023 - 18:13
د قطر صدراعظم او د استخباراتو رییس کندهار کې له ملا محمدحسن سره لیدلي
author avatar
12 May 2023 - 18:13

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): د قطر لومړي وزیر -چې په ورته مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دنده هم پر مخ وړي- او د استخباراتو رییس کندهار ولایت ته د سفر پر مهال له رییس الوزراء ملا محمدحسن اخند سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غویي په ۲۲مه، ماښام مهال په ټویټر کې لیکلي، نن له غرمې وروسته د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني، د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې په کندهار کې د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ له امارتي پلاوي سره وکتل.

[caption id="attachment_536109" align="alignleft" width="511"]qatar امیر خان متقي د کندهار په هوایي ډګر کې د قطر د صدر اعظم هرکلی کوي[/caption]

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې د قطر له خوا له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا، د اعتماد لا ډېروالي، په تعلیمي، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.

مجاهد وایي، د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د دغه پر لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.

د نوموړي په وینا، دغه‌راز په دې لیدنه کې د قطر د امیر له پیروزوینې ډک پیغام څخه قدرداني وشوه او دغه هېواد دې ته وهڅول شو چې د نړۍوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پیاړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.

د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې د  قطر صدراعظم په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته کندهار ته سفر کوي او په دغه ولایت کې یې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته، تر اوسه هیڅ کوم هېواد اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو قطر، پاکستان، روسیې، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو د سرپرست حکومت ډیپلوماتان منلي او سفارتونه یې ورته سپارلي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.