Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې دوو کسانو له خپلو نیکونو ورپاتې ځيني لرغوني توکي ملي موزیم ته وسپارل

پلخمري (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت دوو اوسېدونکو له خپلو نیکونو ور پاتې ۱۴ قلمه لرغوني اثار د لا ښه خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته وسپارل.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی څانګې مسوول مولوي عزت میر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز اړوند د حسین‌خېلو کلي دوو اوسېدونکو امان‌الله او حاجي‌محمد د نیکونو له خوا په خپل کور کې ساتلي فرهنګي توکي د لرغوني فرهنګي میراث خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته وسپارل.

 هغه وایي، په یادو ۱۴ قلمه توکو کې غمي، د اس ریکابونه  او د اور بلولو توکي شامل دي چې د هغوی په وینا، ځیني یې له نیکونو ورپاتې د انګریزانو د یرغل د وخت دي.

دغه راز امان‌الله چې دغه اثار یې د ښه خوندیتوب په موخه د اطلاعات او فرهنګ ریاست ته سپارلي، پژواک ته وویل: «زما د پلار او نیکه د وخت ځیني پخواني توکي چې ۷۳ کاله زما پلار په خپل ژوند خپل کور کې ساتلي، د هغه د نیکه د لاس وو خو دا نه ده معلومه چې هغه به څو کاله ساتلي وي، خو موږ د خپلو فرهنګي میراثونو خوندیتوب په موخه موزیم ته وسپارل.»

هغه وایي، دغه توکي چې د اس ریکابونه، ډېر پخوانی ایشټوب او د سپینو زرو سیکې په کې دي او د خپلې انا د وخت ورسره وې، د ښې ساتنې په موخه یې ملي موزیم ته وسپارلې.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې هم په دغه ولایت کې دوه زره کاله پخوانۍ سیکو ته ورته اثار موندل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.