بامیان (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وایي، د کلیوالي پراختیايي پروژو له لارې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د بامیان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا ضیاالله خادم د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت په شیبر او سیغان ولسوالیو کې د کلیوالي پراختیايي پروژو له لارې شپږ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د هغه په وینا، دغه پراختیايي پروژې چې د ۵ میلیون ډالرو په لګښت د نړۍوال بانک په ملاتړ پلې کېږي، د کرنیزو کانالونو پاکولو، د سړکونو ترمیمولو او سرسبزۍ برخې رانغاړي.
نوموړی د یادو پروژو د پلې کولو موخه له ځایي اوسېدونکو څخه ملاتړ، د کار برابرول او د کلیو لا ښه پرمختګ بولي او وايي، دا پروژې د یوې میاشتې په موده کې پلې کېږي چې هر کارګر ته د ورځې ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
همداراز ځایي اوسېدونکو په لرو سیمو کې د دغه ډول پروګرامونو پیلول د ټولنیزو خدمتونو د ښه کېدو لپاره اړین بولي او ترې هرکلی کوي.
د شیبر ولسوالۍ یوه قومي مخور علي محمدي پژواک ته وویل، د دغه ډول پروژو پلې کول د کلیوالو لپاره د کار او پرمختګ زمینه برابروي او په سیمه کې د ټولنیزو خدمتونو د ښه کېدو لامل ګرځي.
د هغه په باور، د خلکو په برخه اخیستو سره د پروژو پلې کول د ځایي اوسېدونکو د اقتصادي ودې لپاره اغېزناک او ګټور تمامیدای شي.
خو یو بل ځایي اوسېدونکی عليداد وایي، په لرو سیمو کې پراختیا او پرمختګ هغه وخت رامنځته کېږي چې پراختیايي پروژې او پروګرامونه د سیمې د خلکو په ګډون او برخه اخیستلو سره پلي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP