کابل (پژواک، ۲۴ غویي ۱۴۰۲): هند کې یو شمېر افغان کډوالو د یوې عرضپاڼې له لارې وایي په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر او د دغه سفارت د مالي او سیاسي څانګو مسوولین په مالي او اداري فساد او اختلاس کې لاس لري، خو سفارت یادې څرګندونې «بې بنسټه شایعات» بولي.
یوې باوري سرچینې له پژواک خبري اژانس سره په هند کې «د مېشتو افغان کډوالو د استازو عرض» شریکه کړې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته لیکل شوې ده.
په دغه عرضپاڼه کې یادو افغان کډوالو په هند کې د افغانستان سفارت پر اداري فساد، اختلاس او له دغه ادرس څخه د افغانستان حیثیت ته پر زیان رسولو تورن کړی دی.
سرچینې لیکلي، په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي، مالي او اداري مسوول ضیاالله هاشمي او ابراهیم شکیب ایازي له خوا په غیرقانوني ډول او د ټولو ملي او ډیپلوماتیکو ارزښتونو خلاف د سفارت دوه تعمیرونه -چې شپږ اپارتمانونه کېږي- او د چمن په نوم یوه ازاده ساحه چې شاوخوا نیم جریب ځمکه ده، یوه هندي شرکت ته له هر ډول قانوني پروسې او د مرکز له اجازې او هدایت پرته په اجاره ورکړي دي.
په عرضپاڼه کې راغلي: «دغه قرارداد شاوخوا ۱۰ میاشتې دوام وکړ، وروسته په هند کې د مېشتو افغانانو له فشار سره مخ شول او له هندي شرکت سره یې بالاخره قضیه رامنځته شوه. دا مهال هندي شرکت پر سفیر فرید ماموندزي او مالي اداري مسوول ضیاالله هاشمي باندې د هند په محاکمو کې د دوه نیم کروړه هندي کلدارو د جعل او فساد دعوه کړې، د هندي شرکت پلان دا دی چې وروسته له څو کلونو تېرېدو څخه د هند د محاکمو د پرېکړې پر اساس شاوخوا نیم جریب چمن چې میلیونونه ډالر ارزښت لري په خپل نوم کړي. په دې سره به د افغانستان ډیپلوماتیک جایدادونه خپل ډیپلوماتیک حیثیت له لاسه ورکړي، د افغانستان تاریخي او ملي سرمایه به د څو تنو مفسدو او خاینو مسوولینو د جفا او خیانت په وجه ضایع او خدای مه کړه د هندي سوداګرو د شومو پلانونه ښکار شي.»
سرچینه زیاتوي، هغه ټوټه ډیپلوماتیکه تاریخي ځمکه چې دوی هندي شرکت ته په اجاره ورکړې ده، دا مهال سفارت د هېڅ ډول تصرف حق پکې نه لري؛ ځکه چې په اړه یې په هندي دولتي محاکمو او ادارو کې د یوې لانجمنې ساحې په توګه درج شوې ده.
دوی لیکلي، د هند حکومت هره میاشت په دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو له ښوونځي (سید جمالالدین افغان لېسې) سره شاوخوا دوه میلیون افغانۍ مرسته کوي چې په دې مرسته کې د تعمیر کرایه، د ښوونکو معاشونه، د ښوونځي ورځني لګښتونه، د برق بېل او نور لګښتونه شامل وو.
هغوی ادعا کړې چې دغه پیسې په مستقیم ډول سفیر فرید ماموندزي او مالي اداري مسوول ضیاالله هاشمي ته ورکول کېدې او دغو افغان کډوالو په وار وار له دغو مسوولینو غوښتي چې د لګښتونو په اړه معلومات ورکړي، خو هغوی حساب ورکولو ته نه حاضرېږي.
په دغه لیک کې همداراز ادعا شوې چې فرید ماموندزی په هند کې یو کمیشنکار لري او دغه کس تر دې مهاله له لسګونو کسانو څخه په دې نوم چې د سفیر په واسطه ورته د هند ویزې اخلي، لسګونه زره ډالر اخیستي دي.
په لیک کې راغلي: «د سفارت له داخل څخه زموږ معلومات دا دي چې دوست هېواد هندوستان هره میاشت سفیر فرید ماموندزي او یا هم د مالي اداري مسوول ضیاالله هاشمي په لاس د سفارت د ټولو لګښتونو پیسې ورکوي چې په دې کې د ډیپلوماتانو معاشونه، ټول ورځني لګښتونه، د محلي کارمندانو معاشونه، برق بیل، اوبو بېل، د موټرونو د تېلو مصرف او نور شامل دي، سره له دې چې دقیق ارقام حتی د سفارت دیپلوماتانو ته نه دي معلوم خو په اوسط ډول هره میاشت ۶۰ – ۷۰ زره ډالر سفارت ته ورکول کېږي، شاید له دې هم زیات وي. خو له دې پیسو څخه یوازې د سفارت ډیپلوماتانو ته تر نیمايي کم معاشونه ورکول کېږي او باقي ۶۰ سلنه پیسې د صرافانو له لارې لندن ته انتقالېږي.»
دوی همداراز لیکلي چې دغه سفارت په هند کې د افغان محصلینو لپاره د سکالرشیپونو په برخه کې هم لاسوهنې کولې او په دغه برخه کې به یې له افغانانو څخه پیسې اخیستې.
سرچینه زیاتوي، فرید ماموندزی هڅه کوي خپل شریکان په هر ممکنه لاره چې وي له هند څخه وباسي، بلخوا هندي شرکت شخصاً د سفیر او هاشمي په خلاف خپله عریضه درج کړې او دوی باید د شاخوا دوه نیم کروړه هندي کلدارو حساب تصفیه کړي.
خو په هند کې د افغانستان سفارت پر خپله فیسبوکپانه یادې څرګندونې د ځینو رسنیو «افواهات او بې بنسټه شایعات» بللي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه سفارت افغانستان کې تر سیاسي تحول وروسته یوازنی ادرس وو او دی چې تر دې دمه د خپلو وطنوالو هر ډول ستونزو ته د امکان تر حده رسیدنه کوي.
سرچینه زیاتوي: «متاسفانه چې له تیرو درېیو ورځو راهیسې د ځینو رسنیو له لورې د مجهولو او نامعلومو ادرسونو په نقل قول چې د افغانستان او نړیوالو رسنیو د قانون او ژورنالیزم د مقدس مسلک خلاف یوطرفه او مغرضانه راپورونه دي نشریږي، چې هیڅ ډول حقیقت نلري. که څه هم په هند کې د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفارت علاقمند نه دی چې د نامعلومو ادرسونو تورونو ته غبرګون وښيي، خو د خپلو درنو وطنوالو د تشویش د رفع کولو په خاطر خپلو ټولو وطنوالو ته ډاډ ورکوي چې د خپل پخواني او اوسني موقف اجرآت یی په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړي او هم د رسنیو له لورې هغه شایعات په کلکه ردوي چې د سفارت د نظر اخیستلو بغیر په مغرضانه ډول نشر شوي دي.»
په اعلامیه کې راغلی چې د سفارت ټول ډیپلوماتان او همکاران په اخلاص د خپل وطن وقار او برم ته په ژمنتیا خپلې اوسنۍ چاري پر مخ وړي او د خپلو تیرو او اوسنیو چارو د قضاوت معیار د خپل درانه ملت اراده ګڼي.
بلخوا په یوه مکتوب کې چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اپریل په ۲۸مه، د افغانستان د سفارت په رسمي پاڼه د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په نوم لیکل شوي، د سفارت قونسل قادر شاه پکې ځان د سفارت نوی شازدافیر معرفي کړی دی.
په دې مکتوب کې چې یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړی؛ لیکل شوي چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی د اپریل په پنځمه په یوه شخصي سفر له هندوستان څخه وتلی دی، او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا دی (قادرشاه) تر حکم ثاني پورې د نوي شازدافیر په توګه معرفي شوی دی.
خو په یوه بل مکتوب کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د غویي په ۱۸مه، ( د می په ۸مه) د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي لخوا د قادر شاه په نوم لیکل شوی، هغه یې منفک کړی دی.
په دې مکتوب کې راغلي : ” ستاسو د غیر دیپلوماتیکو ، او غیر رسمي ادارو سره د مرموزو اړیکو، چې له ټولو اداري او دیپلوماتیکي اصولو خلاف وو او تاسو ته بار بار وویل شول، خو ستاسو په کړنو کې اصلاح رانغی؛ نو د افغانستان د سفارت مشرتابه او ټولو دیپلوماتانو پرېکړه وکړه چې ستاسو دنده نور پای ته ورسوي ، له تاسو هیله کیږي چې ددندې کارت ، موټر ، رسمي اسناد او نور اړونده توکي وسپارئ. “