ښرنه (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د پکتيکا مسوولین وايي، د دغه ولايت په يوسفخېلوولسوالۍ کې د يوه ماشوم جسد پیدا شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امين حذیفه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ماشوم جسد د یوسفخېلو ولسوالۍ اړوند د الله اکبر دښته کې تر پولګوټي پیدا شوی چې د زندۍ کولو له امله مړ شوی دی.
ده زياته کړه، د ماشوم خپلوان نه دي پیدا شوي او په اړه یې څوک معلومات نه لري.
د هغه په وينا، د پېښې په تړاو امنيتي مسوولین څېړنې کوي.
Views: 87