جلالاباد (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري د ښوونځیو زدهکوونکو په لاسي د جوړ شوو توکو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون چې د جلالاباد ښار د بيبي حوا او مياعمر لېسو کې د نجونو او هلکانو لپاره بېل بېل جوړ شوي و، زدهکوونکو په کې په خپل
لاس جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړل.
چارواکي وايي چې د دغه نندارتون جوړولو موخه زدهکړو ته د زدهکوونکو هڅونه ده.
د ننګرهار د پوهنې رييس مفتي حبيب حضرت حقاني چې د مياعمر لېسه کې يې د نندارتون پرانیسته کې خبرې کولې، وويل، په نندارتون کې د ښار یو شمېر دولتي او خصوصي ښوونځيو زدهکوونکو ته د ګډون چانس ورکړل شوی دی.
دی وايي، نجونو زدهکوونکو ته د نجونو په لېسه او هلکانو ته د هلکانو لېسه کې نندارتونونه جوړ شوي دي.
په جلالاباد ښار کې د ريان خصوصي ښوونځي زدهکوونکو له اوبو او پټرولو ګاز جوړ کړى چې په دغه نندارتون کې يې نندارې ته وړاندې کړ.
د همدغه ښوونځي يوه زدهکوونکي احمد وليد پژواک ته وويل چې دوى له اوبو او پټرولو ګاز جوړ کړى چې په لږ لګښت ډېر کار ورکوي.
چارواکي وايي، هڅه کوي په راتلونکي کې د ولسواليو په کچه هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP