ګردېز (پژواک، ٢٦ غويى ۱۴۰۲): د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د بېړنیو روغتیايي خدماتو یو مرکز پرانیستل شو.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس صدرالدين عزام پژواک اژانس ته وويل: «د بېړنيو ناروغانو د درملنې دغه مرکز د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډيورنډ کرښې سره نږدې فعال شو.»
نوموړي زیاته کړه، یاد مرکز د ناروې کمېټې له خوا د ۵،۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
له بل لوري، د پکتیا په مرکز ګردېز کې د «مجاهد» په نوم يوه څلورلارې جوړه او ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP