ګردېز (پژواک، ٢٦ غويى ۱۴۰۲): د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د بېړنیو روغتیايي خدماتو یو مرکز پرانیستل شو.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس صدرالدين عزام پژواک اژانس ته وويل: «د بېړنيو ناروغانو د درملنې دغه مرکز د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډيورنډ کرښې سره نږدې فعال شو.»
نوموړي زیاته کړه، یاد مرکز د ناروې کمېټې له خوا د ۵،۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
له بل لوري، د پکتیا په مرکز ګردېز کې د «مجاهد» په نوم يوه څلورلارې جوړه او ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.
د ګردېز ښاروال محمدشريف الهام پژواک ته وويل: «دغه څلورلارې د دوه ميليون افغانيو په ارزښت جوړه شوې چې پېسې يې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکړل شوې دي.»
د یادونې ده، سرپرست حکومت هڅه کوي چې هېوادوالو ته د معیاري روغتيايي خدماتو اسانتیاوې برابرې کړي، خو په هېواد کې د تېرې اوږدې جګړې له امله د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا سکټور هم زیانمن شوی او ډېر هېوادوال د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو تګ ته زړه ښه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










