خوست ښار (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۲): په خوست ولایت کې په تېرو دوو مياشتو کې نږدې لس زره ښي لاس بېاسناده موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي؛ خو موټر لرونکي بيا وايي چې د اسنادو په بدل کې اخیستل کېدونکې پیسې ډېرې دي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.
د خوست د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۵۰ زره پاکستاني لاس بېلابېل ډول بېاسناده موټر موجود دي چې په ښار او ولسواليو کې تګ راتګ کوي.
د خوست د ترافيکو مدير مولوي خيالي خان پژواک اژانس ته وويل، د مرکزي ادارې د فرمان پر اساس له تېرو دوو مياشتو راهيسې د يادو موټرو د ثبت او راجستر پروسه پيل شوې ده.
هغه وويل، په یاده موده کې شاوخوا لس زره موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي چې پر مټ يې، موټرچلوونکي کولی شي خپل موټر د هېواد په هر ولايت کې وګرځوي.
نوموړي خپلو خبرو کې زياته کړه، د اوس لپاره يادو موټرو ته درې کلن اسناد ورکول کېږي، خو ښايي په راتلونکي کې دا پروسه نوره هم وغځېږي.
هغه زياتوي: «که چېرې د موټر ماډل له ٢٠٠٠ نه کم وي بيا يو سلنډر په ۳۴۰۰ افغانۍ حسابېږي، که د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۰ پورې وي بيا يو سلنډر په ۵۴۰۰ حسابېږي او که چېرته د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۲۲ پورې وي بيا د موټر يو سلنډر په ۷۴۰۰ حسابېږي؛ جمله چې څو سلنډره يو موټر و پيسې به يې دولت ته ورکوي.»
بل پلو، موټر لرونکي بيا وايي، کومې پيسې چې له دوی د موټرو په اسنادو اخيستل کېږي، اوسني اقتصادې حالت ته په کتو ډېرې دي او د کمېدو غوښتنه يې کوي.
يوه موټر لرونکي دينمحمد ګربز له پژواک اژانس سره په خبرو کې که څه هم د اسنادو پر ورکړې خوښي وښوده خو وايي، کومې پيسې چې د دولت له خوا ټاکل شوې، ډېرې دي.
هغه وايي: «ډېر خلک دا پيسې نه شي ورکولی چې ۲۵ زره یا ۳۰ زره افغانۍ دي او د موټر په کاغذونو ورکړي. د تېر نظام کاغذونه يې اخيستي و، په کار دا وه چې هغه نوي شوي وای، که پنځه زره وای يا لس زره افغانۍ وای، نو خلکو ته به سهولت وای، دومره تکليف به نه وای.»
يوه بل موټر لرونکي شريف خان هم چې خپل سراچه ډوله موټر يې د خوست د ترافيکو مديريت ته د اسنادو اخيستو په موخه ور وستلی، له پژواک سره په خبرو کې له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دغو پيسو په مقدار کې دې کموالی راولي.
هغه زياته کړه: «دا د خوار او غريب سړي لپاره ډېر بوج دی، له ځينو خلکو سره پيسې نه وي. پرون يوه سړي کيسه کوله چې زه کور کې مال ورته خرڅوم او دا شی به اخلم، نورې پيسې نشته. زموږ دا غوښتنه ده چې په هر سلنډر باندې لږه ګوزاره وکړي.»
خو د خوست د ترافيکو مدير مولوي خيالي خان بيا وايي، د يادو ټاکل شوو پيسو پرېکړه د دوی د مرکزي ادارې له خوا شوې او کمېدل يې د دوی له وس څخه پورته ده.
د یادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت اعلان وکړ چې د پاکستان لاس ټولو موټرونو ته درې کلن اسناد ورکوي.
Views: 146
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن