موټر لرونکي: حکومت دې ښي لاس موټرو ته د اسنادو بدل کې د ټاکلو پیسو اندازه کمه کړي
په خوست ولایت کې په تېرو دوو مياشتو کې نږدې لس زره ښي لاس بېاسناده موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي؛ خو موټر لرونکي بيا وايي چې د اسنادو په بدل کې اخیستل کېدونکې پیسې ډېرې دي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.


