ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چین سفیر: افغانستان کې ډېرې رغنیزې پروژې مو په لومړیتوب کې دي

د چین سفیر: افغانستان کې ډېرې رغنیزې پروژې مو په لومړیتوب کې دي

author avatar
16 May 2023 - 17:53
د چین سفیر: افغانستان کې ډېرې رغنیزې پروژې مو په لومړیتوب کې دي
author avatar
16 May 2023 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په کابل کې د چین سفیر وایي، په افغاستان کې ډېرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي چې یوه هم په کابل کې د نیله باغ پروژه ده او دوی یې د چارو پېلولو ته لېوال دي.

د کور او ښار جوړونې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چین هېواد له سفیر وانګ یوو سره وکتل او د بیارغونې پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

یاد وزارت ویلي، په دغه لیدنه کې سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې د نیله باغ پروژې چارې بېرته پيل او بشپړې کړي.

نعماني زیاته کړې: «اسلامي امارت د ټولو هغو مسوولیتونو ترسره کولو ته ژمن دی چې د دې پروژې په تفاهم‌لیک کې لیکل شوي دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.