کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په کابل کې د چین سفیر وایي، په افغاستان کې ډېرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي چې یوه هم په کابل کې د نیله باغ پروژه ده او دوی یې د چارو پېلولو ته لېوال دي.
د کور او ښار جوړونې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چین هېواد له سفیر وانګ یوو سره وکتل او د بیارغونې پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
یاد وزارت ویلي، په دغه لیدنه کې سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې د نیله باغ پروژې چارې بېرته پيل او بشپړې کړي.
نعماني زیاته کړې: «اسلامي امارت د ټولو هغو مسوولیتونو ترسره کولو ته ژمن دی چې د دې پروژې په تفاهملیک کې لیکل شوي دي.»
نوموړي وویل، تېره اوونۍ یې د نیله باغ پروژې له نیمهکاره چارو لیدنه کړې او هلته یې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې حل کړې دي.
سرچینه وایي، په دې لیدنه کې سرپرست وزیر له چینایي لوري غوښتنه وکړه چې چینايي پانګهوال دې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي؛ ځکه اوسمهال په افغانستان کې امنیت شته او د پانګونې لپاره مناسب شرایط او چاپېریال رامنځته شوي دي.
نعماني په کابل کې د چین له سفیر څخه غوښتي چې د کور او ښار جوړونې وزارت د کارکوونکو لپاره دې په تخنیکي او نورو برخو کې د لنډمهاله او اوږدمهاله زدهکړو زمینه برابره کړي.
دغهراز په دې ناسته کې په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو، د چین او افغانستان تاریخي او دوستانه مخینې ته اشاره وکړه او ويې ویل: «موږ یو امن او باثباته افغانستان غواړو.»
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې وانګ یوو زیاته کړه چې د چین او افغانستان ترمنځ به سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي او په دغه برخه کې د دواړو هېوادونو پر مثبت رول یې ټینګار وکړ.
د کور او ښار جوړونې وزارت د چین د سفیر له قوله لیکلي: «ډېرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي چې د نیله باغ پروژه هم یوه له هغو ده او دوی هم لېواله دي چې چارې یې پیل شي.»
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د چین سفیر وویل چې د کور او ښار جوړونې وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړونې او په افغانستان کې د پانګونې په موخه به له خپل حکومت او پانګهوالو سره خبرې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











