Language

خوست کې چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

خوست ښار (پژواک، ٢٦ غويی ١۴٠٢): امنيتي مسوولين وايي، په خوست ولایت کې د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې چې له امله يې دوه کوچنۍ لوڼې وژل شوې او دوه نور ماشومان ټپيان دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک اژانس ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې دغه پېښه نن سهار درې بجې د اسماعېل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ په بهرام‌خېلو کلي کې شوې ده.

هغه وويل، تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم چې بې‌پيلوټه الوتکې بريد کړى او که ځای پر ځای شوو چادېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

مستغفر وويل، په دې پېښه کې خپله ملا امام مفتي فاروق ته کوم زيان نه دی رسېدلی، خو دوه کوچنۍ لوڼې يې وژل شوې او دوه نور ماشومان ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې امنیتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.