مزارشریف (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د بلخ په چمتال، چهاربولک، دولتآباد او بلخ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مولوي یارمحمد شبیر پژواک اژانس ته وويل چې د څښاک اوبو څلور شبکې د چمتال ولسوالۍ په پشمهکلا، د دولتآباد ولسوالۍ شنګلآباد، د بلخ ولسوالۍ اصفهان او د چهاربولک ولسوالۍ خواجه روشنایي کليو کې جوړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، څلور واړه شبکې د USAID دفتر په مالي ملاتړ او د IMC موسسې له خوا د نږدې ٢٥٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت تطبیق او جوړې شوې چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP