Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د ۵۰ لوبډلو په ګډون د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست ښار (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۲): په خوست ولايت کې د «زرغون خوست» په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

یادې سيالۍ چې د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د مرکز اړوند د چینې مهدي‌خېلو په سيمه کې د ځوانانو له خوا جوړې شوې وې، تېره ورځ مازيګر پای ته ورسېدې.

د یادو سياليو جوړوونکي وايي، دا سيالۍ چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې پيل شوې وې، د خوست د مرکز او ولسواليو د فوټبال ۵۰ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.

د سياليو يوه تنظمیوونکي زاهدالله اتل پژواک اژانس ته وويل، له دې سیالیو یې موخه له نشه‌يي توکو د ځوانانو راګرځول او د هغوی لپاره د سالمې بوختيا برابرول وو.

د یادو سياليو پای‌لوبه چې د نبي ورغه کلي او مهدي‌خېلو اتحاد کلبونو ترمنځ ترسره شوه، د نبي ورغه لوبډلې خپلې لوبډلې ته درې د يو پر وړاندې ماتې ورکړه او د زرغون خوست سياليو اتلولي یې وګټله.

بل پلو لوبغاړي بيا له ستونزو شکايت کوي.

د فوټبال يوه لوبغاړي عبدالرحيم پژواک ته وويل، ١٦ کاله کېږي چې د فوټبال لوبه کوي خو زياتوي، هغه څه چې د فوټبال لپاره لازم دي تر اوسه د دوى په اختيار کې نشته دي.

هغه وايي: «په اوس وخت کې مونږ ته يواځې ورزشي وسايل راکول کېږي چې دا په هېڅ صورت د يوې لوبې او لوبغاړي لپاره کافي نه دي.»

يوه بل لوبغاړي نور قاسم افغان پژواک ته وويل، په دې وروستیو کې د مسوولو دولتي چارواکو د نه پاملرنې له امله د فوټبال لوبه کمرنګه شوې ده.

هغه وويل، د دغې لوبې د ودې لپاره دې په مرکز او ولسواليو کې دا ډول سيالۍ جوړې شي او ترڅنګ يې بايد د فوټبال پر معياري لوبغالو جوړولو هم فکر وشي.

په ورته مهال، د خوست د بدني روزنې امر عطاالله کډوال بيا پژواک ته وويل، دوى هڅه کوي چې د نورو لوبو ترڅنګ د فوټبال د ودې او پرمختګ لپاره هم جدي هلې ځلې وکړي.

د فوټبال د يادې سياليو ليدو ته د خوست له بېلابېلو سيمو څخه ګڼ شمېر خلک ورتلل چې پای‌لوبې ته يې يې هم سلګونه کسان ورغلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.