Language

کندهار کې د ۲۳۵ زره ډالرو په لګښت ۱۲ استنادي دېوالونه جوړ شول

کندهار (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کندهار په پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې نن د ۲۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت، د ۱۲ استنادي دېوالونو جوړولو چارې بشپړې شوې.

دغه دېوالونه د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې/ UNDP په مالي ملاتړ او د افغان پرمختیايي موسسې/ ADA په تخنيکي همکارۍ جوړ شوي دي.

د افغان پرمختیايي موسسې ولایتي مسوول ایمل صافي د یادو پروژو د بشپړېدو په مراسمو کې وویل: «دغه پروژې د ۲۳۵ زره ډالرو په لګښت، د ۴۵ ورځو په موده کې بشپړې شوې او ۳۰۰ تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.»

login or register a new account.