منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د ۲۳۵ زره ډالرو په لګښت ۱۲ استنادي دېوالونه جوړ شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کندهار په پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې نن د ۲۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت، د ۱۲ استنادي دېوالونو جوړولو چارې بشپړې شوې.

دغه دېوالونه د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې/ UNDP په مالي ملاتړ او د افغان پرمختیايي موسسې/ ADA په تخنيکي همکارۍ جوړ شوي دي.

د افغان پرمختیايي موسسې ولایتي مسوول ایمل صافي د یادو پروژو د بشپړېدو په مراسمو کې وویل: «دغه پروژې د ۲۳۵ زره ډالرو په لګښت، د ۴۵ ورځو په موده کې بشپړې شوې او ۳۰۰ تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.»

د هغه په وینا، یاد استنادي دېوالونه چې درې زره متره کېږي، ۲۶۰۰ جریب ځمکه د سېلابونو له خطره ژغوري او دغه راز د هغو اوبو په مرسته چې د دغو دېوالونو په واسطه راګرځول کېږي، ۵۶۰۰ جریب ځمکه خړوبېږي.

نوموړي زیاته کړه: «دا پروژې د خلکو په خوښه پيل شوې وې چې خلکو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې وه او د هغوی ځمکې هم له سېلابونو څخه وژغورل شوې، موږ په دغه ولسوالیو کې نورې پروژې هم په پلان کې لرو.»

د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالجبار حکمت هم وویل، موسسې باد د خلکو د اړتیا وړ پر پروژو تمرکز ډېر کړي.

د هغه په خبره، پروژې د یوه یا څو کلیو لپاره بسنه نه کوي، بلکې باید په هره ولسوالۍ کې چې اړتیا وي ټول خلک یې له بېلابېلو پروژو څخه برخمن شي.

نوموړي وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو چې اوس د جګړې پر ځای د بیا رغونې کارونه روان دي، خلک دلته ډېر ستړي دي، باید هغه کارونه ورته شي چې د دوی اړتیا وي او له دې پروژو څخه باید ټول ولس برخمن شي.»

د پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو اوسېدونکي هم وایي، خوشحاله دي چې استنادي دېوالونه ورته جوړېږي خو دوی غوښتنه کوي چې باید د سړکونو او څښاک اوبو شبکو جوړولو برخو کې کار وشي.

د پنجوايي ولسوالۍ د ښره خان کلي اوسېدونکی حافظ عبدالرازق په دې اړه وايي: «مخکې چې به اوبه راغلې ویاله به ډکه شوه، اوبو به دا کورونه او ځمکې وړلې، خو اوس خوندي شوه، نو موږ له دوی څخه ډېر خوشحاله یو او غواړو چې نوره همکاري هم راسره وکړي.»

د پنجوایي ولسوالۍ د تلوکان کلي استازی ملا عبدالحی اخند بیا وایي، د دغې ولسوالۍ په ډېرو برخو کې اوبه ترخې دي او د څښاک نه دي، موسسې دې ورته ژورې څاه‌ګانې یا برمې وکاږي او د څښاک اوبو شبکې جوړې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له دوی څخه مننه کوو، خو موږ نورې اړتیاوي هم لرو چې تر ټولو مشکل د اوبو دی، اوبه اوس کښته شوې دي، زموږ پخوانۍ برمې وچې شوې دي، نو موږ برمې غواړو او روغتیايي مشکلات لرو باید کلینیکونه راته زیات شي.»

که څه هم په پنجوايي او ژېړۍ کې له دې وړاندې هم بېلابېلې پروژې پلې شوې، خو د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په تېرو شاوخوا شلو کلونو د ولسوالیو لرو سیمو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه