Language

اروزګان کې ۲۷۰ جریب غصب شوې ځمکه بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شوه

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې پرون شاوخوا ۲۷۰ جریب شخصي ځمکه چې له کلونو راهیسې غصب شوې وه، بېرته خپلو اصلي مالکانو ته يې وسپارل شوه.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي زاهد پژواک اژانس ته وویل، د چنارتو ولسوالۍ په ګوشې سیمه کې یاده اندازه ځمکه له تېرې یوې لسیزې راهیسې د څو زورواکانو له خوا غصب شوې وه او اوس د محکمې د پرېکړې له مخې، بېرته اصلي مالکانو ته يې وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه: «تېره ورځ د ولایت د لومړنۍ او مرافعې محکمو له پرېکړو وروسته د ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وشوه چې ځمکه اصلي څښتنانو ته وسپاري.»

چارواکي ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د سر او مال خوندیتوب په برخه کې به یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وویل، له دوی څخه یوولس کاله مخکې ځمکه په زور غصب شوې وه.

هغه زیاتوي: «۲۷۰ جریب ځمکه زموږ د یوه سیمه‌وال له خوا چې په مخکیني حکومت کې یې زور او زر لرل، له موږ څخه نیول شوې وه.»

اخترمحمد د عدلي او قضایي ادارو له پرېکړې او د امنیتي ځواکونو له همکارۍ مننه کوي.

تردې مخکې په اروزګان کې زرګونه جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې وه، خو دا لومړی ځل دی چې یاده اندازه شخصي ځمکه له غصبه خلاصېږي.