غزني ښار (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): د غزني سيمهييز مسوولین وايي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په غجور سیمه کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د یادې ښځې پر وجود د شکنجې داغونه هم ښکاري او وروسته یې ځان زندۍ کړی دی، خو په خبره یې، پېښه ښايي چې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وي.
د هغه په خبره، د یادې ښځې جسد د پلټنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوی او امنیتي کسان د پېښې په اړه پلټنې کوي.
د جاغوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمتالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاده مېرمن نازدانه نومېده، نرسه وه، عمر به یې کېدای شي د ۲۲ کاله شاوخوا وي او خاوند یې هم ډاکټر و، تېره ورځ یې ځان په ونې پورې راځوړند کړی او ځانوژنه یې کړې ده.»
نوموړی وايي، د پېښې په اړه کره معلومات نه لري چې کوم چا په مرموزه بڼه وژلې او که یې خپله ځانوژنه کړې ده، خو وايي، پر وجود یې د شکنجې داغونه ښکارېدل او مړی یې د مسوولینو له لوري روغتون ته لېږدول شوی، څو معلومه کړي چې پېښه څنګه شوې ده.
په غزني کې ورته پېښې کله ناکله تر سترګو کېږي چې لامل یې د کورنیو ناپوهي او ناوړه دودونه یادېږي.
بايد وویل شي چې ځانوژنه د اسلام له نظره لويه ګناه ده او هغه کسان چې ستونزې لري، د دې پرځای چې په ځانوژنې سره لويه ګناه وکړي او خپله کورنۍ هم غمجنه کړي، د ستونزو د حل لپاره دې هڅه وکړي او که ستونزه يې رواني وي، د درملنې لپاره دې ډاکټر ته مراجعه وکړي، څو تر درملنې وروسته سوکاله ژوند ولري.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن