Language

څلورو ولایتونو کې پر زرګونو اړو کورنیو او کروندګرو بېلابېلې مرستې ووېشل شوې  

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): هلمند کې پر ۳۰زره بزګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه، تخار کې ۵۰۰ اړو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې، کندوز کې له ۸۱۷ کورنیو سره د کورنیو باغ‌چو او د سبزیو تخم مرسته وشوه او بلخ کې بیا له یو شمېر کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدشریف احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰ زره بزګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

د هغه په وینا، هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره او ٥٠ کیلوګرامه توره سره وېشل کېږي.

هغه زياته کړه، دغه مرستي د سولې بنیاد موسسې (AREP) په تخنیکي او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان یا FAO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.