کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): هلمند کې پر ۳۰زره بزګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه، تخار کې ۵۰۰ اړو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې، کندوز کې له ۸۱۷ کورنیو سره د کورنیو باغچو او د سبزیو تخم مرسته وشوه او بلخ کې بیا له یو شمېر کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدشریف احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰ زره بزګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.
د هغه په وینا، هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره او ٥٠ کیلوګرامه توره سره وېشل کېږي.
هغه زياته کړه، دغه مرستي د سولې بنیاد موسسې (AREP) په تخنیکي او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان یا FAO په مالي ملاتړ چمتو شوې دي چې ۳۰ زره بزګرو ته سږ کال او ۳۰ زره بزګرو ته به په راتلونکي کال کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمیاوي سرې ووېشل شي.
بلخوا د کندوز سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په څو کلیو کې د OHW دفتر په مالي مرسته ۸۱۷ اړو او بېسرپرسته کورنیو ته د کورنیو باغچو ۹ ډوله وسایل لکه دواپاش، بېلچه، رجه، ابپاش، لور، پلاستیک، پنجالک او پلاستیکی جعبه او د سبزیجاتو ۱۲ ډوله تخمونه وېشل شوي دي.
د کندوز د کرنې ریاست ویاند محمدمنیر نیازي پژواک ته وویل، ډېری دغه بزګران بېوزله دي او د دغو بستو په ترلاسه کولو سره به یې په دې برخه ځینې ستونزې هوارې شي.
هغه زیاته کړه: «د کرنیزو وسایلو د بستو او د سبزیجاتو د تخمونو له وېشلو یې موخه د کورنیو باغچو جوړولو ترویج، د کروندګرو او بېسرپرسته کورنیو لپاره د عاید ترلاسه کول، له خوارځواکۍ ژغورل او د خوړو خوندیتوب دی.»
په ورته مهال، یو بزګر عبدالله چې دغه مرسته یې ترلاسه کړې وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له دې مرستې سره به یې ځینې ستونزې هوارې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، تر دې مخکې په مرکز او امام صاحب ولسوالۍ کې د AMP دفتر له لوري ۳۸۰ بزګرانو او د یاد ولایت په مرکز کې د OHW دفتر له لوري ۱۱۷۳ نورو بزګرانو ته هم د باغچو وسایل او سبزیو تخمونه وېشل شوي دي.
په ورته مهال، د تخار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولینو د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ ۵۰۰ اړو کورنیو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو د وېش خبر ورکړی وایي، دغه کورنۍ د یادې ادارې له خوا مخکې سروې شوي وو چې اوس له روغتیایي بستو څخه برخمنې شوې.
د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا عظمت نورمحمد د دغو روغتیایي بستو د وېش په پروګرام کې وویل، د یادې ادارې د هڅو په پایله کې ۵۰۰ اړو کورنیو ته چې ډېری یې پر سختو کارونو بوخت دي، د یونیسف په مالي ملاتړ روغتیایي بستې ووېشلې.
نوموړي زیاته کړه، دغه کسان د یادې ادارې له خوا پېژندل شوي وو او په تخار ولایت کې له مستحقو خلکو نه د ملاتړ په موخه هڅې دوام لري.
خو د مرکز تالقان یو اوسېدونکی عبدالبشیر چې له دغو روغتیایي بستو نه مستفید شوی وایي، بشر دوستانه مرستې چې د موسسو له خوا په کلیو کې وېشل کېږي، ډېری وخت د اړو خلکو پر ځای د کلي ملک، د شورا رییس او شتمن خلکو ته ورکول کېږي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او عدالت تامین کړي.
له بلې خوا، د بلخ سرپرست والي له هغو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه چې د کورنیو غړو یې په تېر نظام کې پر سرینا هوټل، کندهار هوایي دګر، د بلخ امنیه قوماندانۍ او ګڼو نورو ځایونو کې بریدونه کړي وو.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









