کابل (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): اوچا وايي، لوګزامبورک له افغانانو سره د مرستو په موخه د بشري مرستو صندوق ته ۳۵۰ زره یورو ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، لوګزامبورک د روان ۲۰۲۳ زېږديز کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳۵۰ زره یورو نوې مرسته کړې ده.
سرچينه زياتوي، دغه هېواد د یادو مرستو په ګډون له ۲۰۲۰ زېږديز کال راهيسې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۱.۵۸ ميليون يورو مرسته کړې ده.
له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په روان میلادي کال کې د افغانستان ۲۸.۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن