Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «زرغون افغانستان جام» کرکټ سیالیو پای‌لوبه د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوه

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): په خوست ولایت کې د «زرغون افغانستان» په نوم د کرکټ یو ورځنۍ سیالیو پای‌لوبه د باران له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ دویم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ د روانې غویي میاشتې په ۹مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شوې وې او نن یې پای‌لوبه وه.

کرکټ بورډ وایي، د زرغون افغانستان جام سیالیو پای‌لوبه په خوست کرکټ لوبغالي کې د شدید اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده او د اتلولۍ جام دواړو لوبډلو ته په شریکه ورکړل شو.

په یادو سیالیو کې څلورو لوبډلو برخه اخیستې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم په کې ولوبېدل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.