کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): په خوست ولایت کې د «زرغون افغانستان» په نوم د کرکټ یو ورځنۍ سیالیو پایلوبه د باران له امله بېپایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ دویم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ د روانې غویي میاشتې په ۹مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شوې وې او نن یې پایلوبه وه.
کرکټ بورډ وایي، د زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبه په خوست کرکټ لوبغالي کې د شدید اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده او د اتلولۍ جام دواړو لوبډلو ته په شریکه ورکړل شو.
په یادو سیالیو کې څلورو لوبډلو برخه اخیستې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم په کې ولوبېدل.
دغهراز د یادو سیالیو پایلوبې ته د پامیر لیجنډز او میوند ساتونکو لوبډلو لار موندلې وه.
په دغه لوبه کې د میوند ساتونکو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۶ منډې جوړې کړې.
په دغه لوبه کې حشمتالله شهیدي ۱۲۴، صدیقالله اتل ۵۳ او اکرام عليخيل بیا ۴۰ منډې جوړې کړې.
په توپاچونه کې د پامیر لیجنډز لوبډلې له لوري شرفالدین اشرف درې، ظاهرخان او ګلبدین نایب بیا د میوند ساتونکو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
خو د یادې سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې باران وشو او لوبه بې پایلې اعلان شوه.
د یادونې ده، په کندهار کې د رحمت ولي ایمرجېنګ کرکټ جام یا له ۲۳ کلنو کمعمره لوبغاړو سیالۍ هم روانې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











